IQNA

د خانه کعبې د پرَدې دبدلولوپه دستورو کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه خدمت کونکو شتون

6:31 - July 11, 2024
د خبر لمبر: 3489519
ایکنا - د مسجد النبی او مسجد الحرام د چارو  دعمومی ادارې یوشمیر میرمنې خدمت کونکې، د لوي ځل لپاره د خانه کعبې د پرَدې د بدلولو په دستورو کې موجودې وې.

ایکنانیوز  دالوطن له قوله راپور راکړ، د مسجد الحرام او مسجد النبي  په چارو د ارزونې عمومی ادارط  یو شمیر ښځينه کارکونکو  د عربستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د خانه کعبې د پرَدې د بدلولو په دستورو کې  ګډون درلود.دغه دستورې د ۱۴۴۶هجري قمری کال د  محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ ورځ د  دهر قمری کال  د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د خانه کعبې د پرَدې دبدولو د پخواني دود او دستورو  په اساس ترسره شوې .

 په دغو دستورو :ې د میرمنو شتون  او دعربستان  په رسندویو کې ئې  انعکاس دعربستان او نورو عربو هیوادونو کې د ټولنیزو چینلونو په کارونکو کې  مختلف غبګرونه  راپارولی دي .  ځينو دغه اقدام ستایلی  او دائې په اجتماع کې د میرمنو دشتون د پیاوړتیا او  دعربستان به دودیزې ټولنې کې  د دوي د ځائيګي دلوړتیا  لپاره بللی دی. البته ځینو په  دغه اقدام نیوکې کړي دي او به دغو دستورو کې ئې د میرمنو شتون ددود سنت خلاف او یو نمایشي اقدام بللی  دی چې  له موجوده واقعیّتونو سره هیح تناسب نه لري. 

په عین حلا کې ځینو ټينګار کړی دی،میرمنو له دیر وخت راهسې د  کعبې د پردې په اوبتنې او تیارولو کې مهمه برخه په غاړه درلودلې او اوسنی  اقدام له شریعت  یا سنت خلاف کومه چاره نه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4226004/

 

captcha